میدان وردګ ـ مصنوعي لاس جوړوونکي پنځوس زره ډالۍ ترلاسه کړه

میدان وردګ ـ مصنوعي لاس جوړوونکي پنځوس زره ډالۍ ترلاسه کړه
د محمد صابر د پلار ښاغلي عبدالبصیر په خبره، اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی، چې له ولسوالۍ تر مرکزه یې د موټر د کرایې پیسې هم نه درلودې، محمد صابر تر نیمې ورځې له خپل بزګر پلار سره په ځمکو کې کار کوي او پاتې وخت په خپلو زده کړو او ورته نوښتونو کې مصرفوي.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت په جغتو لسوالۍ کې د محمد صابر په نوم یو ځوان داسې مصنوعي لاس جوړ کړی، چې له عصبي سیستم سره وصلېږي او د انسان د ذهني غوښتنې مطابق عمل کوي.
د عامې روغتیا د رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک په بلنه د نوموړي ځوان د وړتیاوو/ لاسته راوړنو د شریکولو او ستاینې په پار ولایت مقام کې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د ښاغلي والي په ګډون د بېلابېلو ادارو استازو او ملي سوداګرو ګډون کړی و.
محمد صابر د جغتو ولسوالۍ د ابطله قول کلي اوسېدونکی دی؛ ده وویل، دغه لاس د معلول وګړي په لاس وصلېږي او د خپل طبیعي لاس په شان کار کوي؛ نوموړی هیلمند و، که حکومت ورته پاملرنه وکړی، وبه توانېږي چې په دغه برخه کې له معلولو وګړو سره زیاته مرسته وکړي.
والي حافظ محمد امین عمري او د غونډې ګډونوالو د صابر وړتیاوې/ هڅې وستایلې، ښاغلي والي ۵۰ زره افغانۍ انعام ورکړ؛ دغه راز ملي سوداګرو هم دوی ته د مرستې ډاډ ورکړ.
د محمد صابر د پلار ښاغلي عبدالبصیر په خبره، اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی، چې له ولسوالۍ تر مرکزه یې د موټر د کرایې پیسې هم نه درلودې، محمد صابر تر نیمې ورځې له خپل بزګر پلار سره په ځمکو کې کار کوي او پاتې وخت په خپلو زده کړو او ورته نوښتونو کې مصرفوي.
محمد صابر وایي: «د مصنوعي لاس جوړولو انګېزه راته د معلولو وګړو له لیدلو پیدا شوه، چې لاس به یې پرې/ فلج و او ژوند یې بې اندازې سخت و، نو له دوی سره د مرستې په موخه مې یاد نوښت ترسره کړ.»
د محمد صابر پلار وایي، زوی یې له ماشومتوبه نوښتګر فکر درلود او په ۸ کلنۍ کې یې د ورته اختراعاتو رامنځته کولو ته مټې را بډ وهلې، چې تر دې دمه یې ۵۰ بېلابېلې اختراعګانې کړې؛ خو محمد صابر هم له ناوړه اقتصادي وضعیت سر ټکوي او وایې، په دغه ابتدایي مصنوعي لاس مې ۵ سوه افغانۍ لګښت راغلی، چې دغه پیسې مې هم له بل چا په قرض اخېستې.
محمد صابر او پلار یې له پخواني نظام ځکه ناهیلي وو، چې د دوی وړتیاوو ته یې پاملرنه، نه وه کړې؛ خو له ا.ا اوس ځکه خوښ وو، چې ویې ستایه او په دغه برخه کې یې ورته د مرستې ټټر وواهه.
د عامې روغتیا رییس هم د روغتیا په ډګر کې د ده خدمت وستایه، لویه لاسته راوړنه یې وبلله او په راتلونکي کې یې ورته له خپل اړخه د زیاتې مرستې ژمنه ورکړه.
ولایت مقام د نغدي مرستې تر څنګ ډاډ ورکړ، چې رسماً به یې په پلازمېنه کابل کې اړوندو ادارو ته ورپېژني، تر څو د دوی لاسنیوی وکړي او له وړتیاوو یې ښه استفاده وشي.
د یادولو ده، چې محمد صابر تازه د غزني پوهنتون د برق پوهنځي ته لاره موندلې او غواړي په دغه برخه کې له مسلکي زده کړو تر لاسه کولو وروسته تر دې زیاتې لاسته راوړنې ولري او هېوادوالو ته خدمت وکړي.





