یو شمېر معترضینو د کابل پنځمو مکروریانو د ستونزو د حل غوښتنه کړې

یو شمېر معترضینو د کابل پنځمو مکروریانو د ستونزو د حل غوښتنه کړې
د ښار جوړونې او ځمکو وزير ويلي چې د پنځمو مکروريانو په پروژه کې د شته ستونزو د هوارولو هڅه کوي. هغه ويلي چې د پروژې په هوکړه لیک کې د طرفینو مسولیتونه مشخص دي او د ښار جوړولو وزارت د خپلو مسولیتونو ترسره کولو ته ژمن دی.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ښار جوړونې وزارت اړوند پنځمو مکروريانو پروژې د اپارتمانونو مالکانو له دغه وزارته غوښتي چې ستونزې يې ور هوارې کړي.
دوی وايي، ساختماني شرکتونو ترې کلونه مخکې د اپارتمانونو د پېرلو لپاره يو يا دوه قسطه پيسې اخيستې دي خو اپارتمانونه يې نه دي ورسپارلي.
دوی وايي چې د پروژې کارونه په داسې حال کې په ټپه ولاړ دي چې ډيری اپارتمانونه يې له وړاندې د نقشې پر مخ پلورل شوي دي. هغوی له ښارجوړونې وزارته غوښتي چې د خپلو مسووليتونو په چوکاټ کې د دوی ستونزې ته د حل لاره ومومي.