په تورخم پوله افغانانو ته په افغان تذکره د سفر اجازه ورکړل شوه
باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله نن افغانانو ته اجازه ورکړل شوه چې په افغان تذکره خپل وطن ته سفر وکړي. څو ورځې وړاندې په تورخم پوله د پاسپورټ پرته افغانستان ته په سفر بندیز لګیدلې وو.
په تورخم پوله امنیتي چارواکو ځایی خبریالانو ته ویلي دي چې افغانان کولې شي چې تر ۲۹ اپریل دوی په تذکره افغانستان ته داخل شي.
د یادونې ده چې په تورخم پوله د یو ځایی تنظیم نوجوانان قبایل تنظیم احتجاجي لاریو پیل کړو او غوښتنه ی وکړه چې په افغان تذکره دې هم افغانستان ته د سفر کولو اجازه ورکړل شي.
رسنیو سره خبرو د جمعیت علمای اسلام فاټا مشر مفتي محمد اعجاز شینواري اوویل چې د وفاقي وزیر مفتي عبدالشکور سره ی د تورخم په پوله افغان رونړو ته راپیښې ستونزه اړوند چارواکو سره را اوچته کړې وه او نن ی افغانانو ته اجازه ورکړه چې دوی افغانستان ته لاړ شي.
مشرانو په تورخم پوله چاروکو ، ځایی انتظامیه څخه مننه وکړه چې ددوی په غوښتنه ی افغانانو ته اجازه ورکړه چې په افغان تذکره افغانستان ته سفر وکړي.