اسلام آباد هایی کورټ په ۳۰ ورځو کې د فارن فنډنګ مقدمې پریکړه کول کالعدم ګرځولي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ (IHC) د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ مقدمې په 30 ورځو کې د پریکړې کولو لپاره د بنچ پریکړه کالعدم ګرځولې ده.
پي ټي آئي د جسټس محسن اختر کياني د حکم خلاف انټرا کورټ اپيل دائر کړے وو چي د بهر ملکونو فنډنګ کيس په ديرش ورځو کښي فيصله کړي۔
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله په مشرۍ دوه کسيزه بنچ د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د تعصب خلاف درخواست اوریدنه وکړه.
د پي ټي آئي وکيل شاه خاور ايډوکيټ عدالت ته اوويل چي د سکروټني کميټي رپورټ اليکشن کميشن آف پاکستان ته جمع کړے شوے دے۔
چيف جسټس اطهرمن الله ريمارکس کښي وئيلي دي چي قانون دا دے چي اليکشن کميشن به هر کال د سياسي ګوندونو اکاونټس ګوري او د قانون مطابق منع شوي فنډ ضبط کولي هم شي۔






