افغان حکومت وایي د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي

0
173

افغان حکومت وایي د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي پر خپلو کسانو غږ کړی چې د بیت المال له توکو سره دې پوره پام کوي، هر ګام دې په دقت او ایماندارۍ اوچتوي او له زړه دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

 

(2022 / 4 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې پر امنیتي کسانو او د حکومت پر نورو غړو غږ کړی چې د بیت المال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي چې امنیتي کسان دې له بېځایه غوښتنو او لوړو خواهشاتو تېر شي او ټول دې د هېواد د امنیت او ځان بسیاینې په برخه کې هڅه وکړي.

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي پر خپلو کسانو غږ کړی چې د بیت المال له توکو سره دې پوره پام کوي، هر ګام دې په دقت او ایماندارۍ اوچتوي او له زړه دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

Leave a reply