میدان وردګو دوه بانکونو پر اړمنو مرستې وېشلي
میدان وردګو دوه بانکونو پر اړمنو مرستې وېشلي
…د مرستو په وېش کې یې پر شفافیت ټینګار وکړ؛ ښاغلي عمري د بانکونو استازو ته په وینا کې وویل، تاسو د روژې په مبارکه میاشت کې خپل مسوولیت ادا کړ، نوموړي په نورو خیریه بنسټونو او ملي تجارانو غږ وکړ، چې په دغه میاشت کې د خلکو تر پخوا لا زیات لاسنیوی وکړي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان اسلامي بانک او عزیزي بانک له لوري د میدان وردګو د بېلابېلو سیمو پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د یادو بانکونو د استازو په خبره، په مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه او پنځه لېتره غوړي ورکړل شول.
د مرستې د وېش پر مهال د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د یادو بانکونو له مرستې مننه وکړه، په خبره یې، د دغه ولایت اوسېدونکي ډېر بېوزله دي او زیاتې مرستې ته اړتیا لري، خو د مرستو په وېش کې یې پر شفافیت ټینګار وکړ؛ ښاغلي عمري د بانکونو استازو ته په وینا کې وویل، تاسو د روژې په مبارکه میاشت کې خپل مسوولیت ادا کړ، نوموړي په نورو خیریه بنسټونو او ملي تجارانو غږ وکړ، چې په دغه میاشت کې د خلکو تر پخوا لا زیات لاسنیوی وکړي.
هېره دې نه وي، چې دغو بانکونو په ټول هېواد کې په لس زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې.