د دفاع وزیر: پر کونړ او خوست مو وروستۍ بمبارۍ د د ملي مصالحو لپاره وزغملې 

0
90

د دفاع وزیر: پر کونړ او خوست مو وروستۍ بمبارۍ د د ملي مصالحو لپاره وزغملې 

….په هره کچه ننګوني موږ ته متوجه دي، دنیا راسره مواجه ده، له ګاونډیو هم رنځ وینو، په کونړ کې وروستۍ بمباري مو د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړه خو بیا یې برداشت نه لرو.

 

(2022 / 4 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملا محمد یعقوب مجاهد د ملا محمد عمر د وفات د نهم تلین په نمانځغونډه کې ویلي چې، ‏افغانستان اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی، په هره کچه ننګوني موږ ته متوجه دي، دنیا راسره مواجه ده، له ګاونډیو هم رنځ وینو، په کونړ کې وروستۍ بمباري مو د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړه خو بیا یې برداشت نه لرو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو او د ټولنیزو شبکو فعالینو پر ملا محمد یعقوب مجاهد نیوکې کولې چې، نوموړی ولې د خاورې د دفاع لپاره غږ نۀ پورته کوي.

 

 

 

Leave a reply