که شته اوبه مهار نشي راتلونکی کال به له بشري ناورین سره مخ یو

که شته اوبه مهار نشي راتلونکی کال به له بشري ناورین سره مخ یو
عمار وایي د کال حمل او ثور میاشت د اوبو د تغذیې وخت دی چې نور کلونو کې به اوبه دا وخت د دوه متره په اندازه د ځمکې له سطحې پورته راختلي خو اوس د هفته وارو راپورونو ښکاري چې هره میاشت اوبه د ځمکې له سطحې۶۰ سانتي کښته کیږي.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت د سیندیزو حوزو ریاست مسؤلین وایي، تېرې وچکالۍ او سږ کال د پسرلنیو بارانونو نه اورښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د سیندیزو حوزو رییس انجینر اسماعیل عمار وویل، چې د تېرکال وچکالۍ او اقلیمي بدلون زموږ ولایت سخت زیانمن کړی، چې د ځمکې د سر او تر ځمکې لاندې اوبو سطحه ورځ تر بله ښکته روانه ده.
عمار وایي د کال حمل او ثور میاشت د اوبو د تغذیې وخت دی چې نور کلونو کې به اوبه دا وخت د دوه متره په اندازه د ځمکې له سطحې پورته راختلي خو اوس د هفته وارو راپورونو ښکاري چې هره میاشت اوبه د ځمکې له سطحې۶۰ سانتي کښته کیږي.
دی وایي که د اوبو د ښکته تلو حال همداسې وي، لېرې نه ده چې راتلونکي کال به د اوبه له اړخه د یو لوی بشري بحران سره مخ یو.
دی وایي “زموږ ولایت کې خلک سږ کال د نیالګیو او کرنیزو ځمکو له میوو او حاصلاتو تېر دي، یوازې د خپلو نیالګیو او ځمکو د ژوندي ساتلو غم کوي”
عمار زیاتوي، د ښاري ځمکو پرځای د زراعتي ځمکې جوړول او له مدیریت پرته له اوبو څخه زیاته استفاده هغه ستونزې دي، چې دلته یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي هم سږ کال له سختې وچکالۍ خبر ورکوي، هغوي وایي که حالت همداسې دوام وکړي لېرې نده چې شته کرنیزه ځمکې به په شاړو بدلې شي.
د یادولو ده، چې د سیندیزو حوزو ریاست وایي د ۱۴۰۱ کال له پیله یې د ولایت په کچه ۲۵۶ کانالونه او کاریزونه په مختلفو ساحو کې پاک کړي دي.