د جعلي خبرونو ختمولو لپاره د اطلاعاتو وزیرې مهمه پریکړه

0
144

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب سره د ميډيا جوائنټ ايکشن کميټۍ ملاقات کړې چې پکښې د جعلي خبرونو په اړه مهم فيصله شوې ده۔

په غونډه كښې فيصله وشوه چې د پيمرا په قانون كښې به په مشاورت سره قانون سازي كولې شي، د جعلي خبرونو ختمولو لپاره به د پيمرا په قانون كښې يو شكل شامل كړے شي۔
مريم اورنګزېب وويل د وزيراعظم په مشرۍ کې به د بيان د ازادۍ په تحفظ باندې هيڅ قسمه جوړجاړ نۀ شي ځکه چې د د بیان په آزادۍ بندیز د صحافت، سياست او جمهوريت مرګ دې، هغې اوویل او زیاته ی کړه دراې په آزادۍ بندیز لګولو سره د قوم د ازادۍ اخستلو هڅه شوې ده .

د اطلاعاتو وزير وويل پخواني حکومت د ملک د اقتصاد د تباه کولو سازش جوړ کړو، په بهرنۍ سازش کې د خبريالانو په ضد د سختو تورونو سخته غندنه کوو، د پي ايف يو جے د غوښتنې ملاتړ کوو.
هغې زیاته کړه چې دروغجن خلق به کور ته لیږو، هغې زیاته کړه چې څوک رښتيا ووايي او غلا ونيسي نو عمران هغه ته غدار وایی.

Leave a reply