ډي آیی خان کې سایبر کرایمز څانګې کاروایی کړې، یو شمیر جعلی سیمونه ی نیولي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
ډي آئي خان کښي سائبر کرائم ونګ کاروائي د دري زره نه زيات جعلي فنګر پرنټس، د چاپ سامان، ليپ ټاپ، موبائل فون او نور آلات نيولي دي۔
د جاري شوی یو بیان مطابق د ملزمانو قبضې نه په غټ تعداد کښې جعلي موبائل سمونه هم ترلاسه شوي دي۔

د نیول شوو تورن کسانو د غیرقانوني موبایل سمونو فعالولو لپاره د سلیکون ګوتو نښې کارولې. د چارواكو په وينا، له دغو غير قانوني موبايل سيمونو څخه په بېلابېلو عملياتو كې كار اخيستل كېده او عام وګړي به ی هم د دغو غير قانوني موبايل سيمونو له لارې غولول چې دوی څخه پیسې واخلي.

د ايف آئي اے سائبر کرائم ونګ کاروائي کښي يو ملزم په موقع ګرفتار کړے شوے دے ولي د نورو ملزمانو لپاره کاروائي روانه ده۔ دعملياتو په مهال موجود افسرانو وينا ده چې په دغه ډول کارروائيو کې ککړو کسانو سره به سخته کارروائي کولى شي، دپيښې پلټنې روانې دي او نور تورن کسان به هم ډير زر ونيول شي.

Leave a reply