د عمران خان په دور کې قرضي نورې هم زیاتې شوی دي: سینیټر مصدق ملک

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر سینیټر مصدق ملک وئيلي دي چې زمونږ په دوره کښې 1100 اربه قرضه وه چې د عمران خان د حکومت په وخت کښې دا قرضه 2400 ارب ته رسيدلې ده.
په يو بيان کې مصدق ملک وويل چې په کال ٢٠١٣ کې په ټول پاکستان کې لوډشيډنګ روان وو، د نوازشريف حکومت ١٢ زره ميګاواټه اضافي بجلي نيشنل ګرډ ته اضافي ورکړه چې له دې وروستو د ملک د بجلۍ د توليد ظرفيت ٣٥ زره ميګاواټه ته ورسېدلو.
مصدق ملک وويل د بده مرغه په کال 2022 کې هم هغه اضافي 12000 ميگاواټ اضافي بجلۍ بنده ده، هغه اوویل چې څوک د نيب له وېرې په کوم کاغذ لاسليک کولو ته تيار نه وو او په ارزان نرخ ی این ایل جي وا نه خسته او وس به ی په ګران نرخ اخستل وي.
د عمران حکومت ایل این جی په 4 ډالره وا نه خسته اوس ایل این جی په 22 نه 28 روپو اخستل کیږی، کومو محکمو چی ایل این جی باید اخستې وې هغه د نیب له ډاره په کوم کاغذ دستخط کولو ته تیار نه دی.





