نارووال کې د طب یوې ښځینه زده کوونکې ځان وژنه کړې

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب صوبې په نارووال سیمه کې د طب یوې محصلې په کور کې ځان په زندۍ کولو سره ځان وژنه کړې ده. زده کوونکې د کور په یوه کوټه کې د پکي سره رسۍ تړلې او ځان وژنه ی کړې ده.

د پولیسو په وینا ۱۸ کلنه زینب د نارووال په شخصي کالج کې د ډي فارمسي د لومړي کال زده کوونکې وه.

پولیس وايي، زینب نه غوښتل چې فارماسسټ جوړه شي او د خفګان له امله یې ځان وژنه وکړه.

پولیس وايي، د نجلۍ مور او پلار پرېکړه کړې چې پر ضد به یې هېڅ ډول قانوني اقدام نه کوي او له اړینو ګامونو وروسته یې جسد خپلو وارثانو ته سپارلی دی.

Leave a reply