یوشمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې اقلیمي بدلون او د نړۍوالو  نۀ همکاري به افغانستان ناورین سره مخ کړي 

0
192

یوشمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې اقلیمي بدلون او د نړۍوالو  نۀ همکاري به افغانستان ناورین سره مخ کړي 

فېیر پلنېټ تحقیقې رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د کاربون د تولید په برخه کې د افغانستان برخه په نشت شمار ده، خو د ځواکمنو هېوادونو د صنعت د پراختیا له امله په اقلیمي بدلون کې راغلي وضعیت افغانستان تر نورو ډېر متاثر کړی دی.

 

(2022 / 4 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اقلیمي بدلون او له افغانستان سره د نړیوالو نه همکاري به دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړي.

نړیوالې رسنۍ وایي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیانمن دی او کال په کال په دغه هېواد کې وچکالي ډېرېږي او د تودوخې کچه لوړېږي.

فېیر پلنېټ تحقیقې رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د کاربون د تولید په برخه کې د افغانستان برخه په نشت شمار ده، خو د ځواکمنو هېوادونو د صنعت د پراختیا له امله په اقلیمي بدلون کې راغلي وضعیت افغانستان تر نورو ډېر متاثر کړی دی.

سرچینه کاږي که وضعیت همداسې روان وي او نړیواله ټولنه له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته نه کوي، نو ددې احتمال شته چې راتلونکو کلونو کې لوږه، اقتصادي کمزوري او بشري ناورین پراخ شي.

Leave a reply