پاک افغان پوله شمالی وزیرستان کې د غلام خان په سیمه کې هم وتړل شوه

باغی ټي وي رپورټ
له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان پر پوله د روان کړکېچ له امله د افغانستان سره د پاکستان غلام خان پوله د هر ډول وارداتو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د نامعلوم وخت لپاره تړل شوې ده.
په غلام خان کې سرحدي سرچینو ویلي چې د کړکېچ له امله د پاک افغان غلام خان پوله په بشپړه توګه بنده شوې ده چې له امله یې نه یوازې د افغان ټرانزیټ سوداګریزو موټرو بلکې د پیاده تګ راتګ هم په بشپړه توګه بند دی.
د پاک افغان پولې تړلو له وجې افغانستان ته کډوال شوي د ضرب عضب د متاثرینو وزیرستان ته واپسی هم په عارضي توګه ځنډولې شوې ده.
بلخوا په شمالي وزيرستان کې د سوداګرو ټولنې ويلي دي چې د پاک افغان پولې د تړل کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته د تجارتي مالونو او سبزيو او مېوو څخه ډک ټرکونه ولاړ دي چې له امله يې سوداګرو ته په ميليونونو روپو زيان رسیدلې دې.
حکومت باید دغو سوداګریزو موټرو ته پر پوله د افغانستان ته او د افغانستان څخه پاکستان ته اجازه ورکړي ترڅو سوداګر له زیانونو وژغورل شي.
ياده دې وي چې په تېرو څو ورځو کې په پاک افغان پوله په امنيتي ځواکونو بريدونو کې په ناڅاپي ډول زياتوالى راغلى او روانه اوونۍ کې په بېلابېلو پېښو کې تر لسو زيات امنيتي سرتېري وژل شوي دي.






