افغانستان کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه پۀ پراخه کچه غندل شوي دي 

0
113

افغانستان کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه پۀ پراخه کچه غندل شوي دي 

پر ملکي وګړو په وروستي بريد کې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يو مسجد په نښه شو چې له کبله يې ۳۳ تنه مړه او ۴۳ نور ټپيان شول. تر دې وړاندې په مزار شريف کې يو جومات او تر هغې مخکې بيا په کابل کې د زده کړو يو مرکز په نشه شوی و چې له کبله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

(2022 / 4 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان کې پر ملکي اهدافو وروستي بريدونه د ګڼو هيوادونو او سياسي ادارو له لوري غندل شوي دي.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموريت يا یوناما، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، په ملګروملتونو کې د ناروې استازولۍ، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو حکومتونو او نړیوالو موسسو په کندز، مزار، کابل او ځينو نورو ولايتونو کې پر وروستيو بريدونو، چې په سلګونو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، خواشيني څرګنده کړې ده.

پر ملکي وګړو په وروستي بريد کې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يو مسجد په نښه شو چې له کبله يې ۳۳ تنه مړه او ۴۳ نور ټپيان شول.

تر دې وړاندې په مزار شريف کې يو جومات او تر هغې مخکې بيا په کابل کې د زده کړو يو مرکز په نشه شوی و چې له کبله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

Leave a reply