شانګهای غړو هېوادونو، افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار ټول شموله حکومت جوړېدل ګڼلي دي

0
24

شانګهای غړو هېوادونو، افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار ټول شموله حکومت جوړېدل ګڼلي دي

دوی همدا راز زیاته کړې چې افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي. بلخوا د شانګهای د همکاریو سازمان غړو په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او سیمه کې پر ګډو امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

 

(2022 / 4 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د دایمي ثبات پر راتګ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د سیمې پر وضعیت په تېره بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په دې بحثونو کې ټینګار شوی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي څو وکړی شي په دغه هېواد کې دایمي ثبات او ډاډ ته لار برابره کړي.

دوی همدا راز زیاته کړې چې افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي.

بلخوا د شانګهای د همکاریو سازمان غړو په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او سیمه کې پر ګډو امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

Leave a reply