غیرقانوي ترقۍ او په څوکیو ګومارل ، د اسد قیصر په اړه مهم انکشافات مخې ته راغلي
باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر په اړه مهم انکشافات شوی دي، داسې معلومات ترلاسه شوي چې اسد قیصر په غيرقانوني توګه په دندو ټاکنې او ترقۍ کړي دي.
د جیو نیوز رپورټ چې آصف بشیر چوهدري لیکلي وایی چې دسرچينو ترمخه اسد قيصر په پارليمنټ سيکرټريټ کې د200ؤ څخه زيات کسان په دندو ګمارلي اؤ پروموشنونه يې هم ورکړي دي په داسې حال کې چې دترسره شوؤ کسانو تعلق دپخواني سپيکر حلقې سره دى.
دسرچينو ترمخه اسد قيصر هم په دوهمه اپريل د قواعدو خلاف ٩ افسرانو ته پروموشن ورکړو.سرچينې وائي چې اسد قيصر دوزيراعظم په ضد دبې اعتمادۍ تحريک وړاندې کولو څخه يوه ورځ وړاندې یو نزدې خپلوان ته په نولسم ګریډ کې ترقي هم ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه ګومارنې د قامي اسمبلۍ د مالي کمېټې په ایجنډا کې هم نه وې او په دې اړه کومه کاري پاڼه هم نه ده جوړه شوې.