د صحت کارډ په اړه وفاقي وزیر مهم خبر خپور کړې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټیل وايي، د روغتیا کارډ په اړه ډېر شکایتونه شته خو د دې معنی دا نه ده چې د روغتیا کارډ بندوو.

د اسلام آباد پولي کلینک هسپتال ته د خپل سفر په موقع ميډيا سره خبرو کښې د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل اوويل چې د صحت کارډونو شميره هغسې نه ده څومره چې اعلان شوې وه او د صحت کارډونو په اړه ډير شکايتونه موجود دی.
عبدالقادر پټېل وويل وفاقي حکومت يواځې د صحت کارډ انتظام کوي، د صحت کارډ په اړه به سمدستي اقدام نه کوي چې علاج يې بند شي، دوي ډيټا راغونډوي چې معلومه شي چې د صحت کارډ په خپرولو او عامو خلکو څومره پيسې لګولې شوي دي.
وفاقي وزیر اوویل چې دا به ولیدل شي چې د دې پیسو څخه څومره خلقو ګټه اخیستې ده.

Leave a reply