فارن فنډنګ کیس، پي ټي آیی د انتخاباتو په کمیشن تور لګولې دې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د فارن فنډنګ کیس کې د انتخاباتو کمېشن په تعصب او جانبدارۍ تورن کړی دی.
پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د کارکردګۍ په ضد اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده۔
د پي ټي ائي مشر عامر کياني لخوا وکيلانو انور منصور خان اؤ شاه خاور درخواست دائر کړى چې پکې د اليکشن کميشن ترڅنگ ١٧ سياسي ګوندونه اړخونه جوړ کړې شوي دي.
په اسلام اباد هائي کورټ کې جمع کړل شوي درخواست کې دا غوښتنه هم شوې چې پي ټي ائي په شان دې د ۱۷ نورو سياسي ګوندونو د فنډنګ کيسونو هم په يوه مياشت کې فيصله وکړي.
درخواست کې وئيل شوي چې اليکشن کميشن د پي ټي آئي په ضد په کارروايۍ کې جانبداري ښودلې ده او اليکشن کميشن ته دې يوه مياشت کې دننه د 17 سياسي ګوندونو په کيسونو هم پریکړه کولو لارښوونه وشي.






