لندن کې د میانوازشریف او بلاول لیدنه، یو ګډ خبر خپور شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
په لندن کې د مسلم ليګ (ن) د مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري تر منځ د ليدنې په اړه يو بيان جاري شوى دى.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو د ډیموکراسۍ، د قانون د حاکمیت او د پارلمان پر حاکمیت خبرې وکړې.
دواړو مشرانو موافقه وکړه چې هرکله چې دوی په ګډه کار کړی، دوی لوی بریالیتوب ترلاسه کړی دې.
دواړو مشرانو اوويل چې د پي ټي آئي حکومت د نا اهلۍ او تباه کونکې اقتصادي بد انتظامۍ له وجې خلق سخت ځپلي دي، دې ټولو بحرانونو او مشکلاتو ته د حل ضرورت دې، دوي به په ګډو مقاصدو تمرکز کوي او موجوده اقتصادي صورتحال به بدلوي.
بيان کې وئيل شوي چې ددواړو مشرانو ترمينځ په دغه ليدنه کې دټولو ډيموکراټيکو قوتونو په ګډون دراتلونکي لپاره په يوه روډ میپ اتفاق شوى اؤ دواړو مشرانو په نوي منشور دغور کولو لپاره دلوړې کچې غونډې په ضرورت هم اتفاق کړى دى.






