علامه اقبال میډیکل کالج کې ډزې شوي، درې کسان ژوبل شوي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب په لاهور ښار کې په علامه اقبال ميډيکل کالج کې ډزې شوي دې، د خپور شوي راپور مطابق په دې ډزو کې دري کسان ژوبل شوي دي۔
د پوليس ترمخه په علامه اقبال ميډيکل کالج کښي ډزو کښي د آل پاکستان کلرک ايسوسي ايشن نائب صدر لالا محمد اسلم په شمول دري کسان ژوبل شوي دي۔
پوليس وايي نور دوه ټپيان محمد وقاص او عمران نومېږي.
دپوليسو وينا ده چې ډزې کوونکى ملزم د کالج يو ملازم دى چې نيول شوى دى ولې د ملزم لخوا د ډزو علت سمدستي نه دى په ډاګه شوى.






