رسنۍ بېرته خپلو عادي خپرونو ته راوګرځېدې

0
103

رسنۍ بېرته خپلو عادي خپرونو ته راوګرځېدې

 لۀ تېرو درې ورځو راهیسې چې طالبانو پۀ کابل ولکه لګولې وه رسنۍ لۀ یو نامعلوم برخلیک سره مخ وې.

 

لۀ تېرو درې ورځو راهیسې کله چې طالبان کابل ښار ته دننه شول د ټلویزیونو پۀ پردو نوې خپرونې او خبرونه نۀ تر سترګو کېدل چې دې چارې د رسنیو د کورنۍ غړي او عام وګړي اندېښمن کړي ؤ.

تېره ورځ وروسته تر هغۀ چې د طلوع ټلویزیون انګړ ته طالبان دننه شول، هغوی ته یې د هغوی د خوندي ساتلو ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل چې خپل کار ته دې پۀ نورمال ډول دوام ورکړي.

لۀ څو ورځني ځنډ وروسته نن سهار د طلوع، شمشاد او نورو ټلویزیونو ښځینه خبریالانو د پخوا پۀ څېر خبري بهیر پۀ عادي ډول وړاندې کړ چې څۀ ناڅۀ یې د خلکو اندېښڼې کمې کړي.

 

Leave a reply