کندهار او هلمند ته د کجکي بند برېښنا بېرته وصل شوه 

0
175

کندهار او هلمند ته د کجکي بند برېښنا بېرته وصل شوه 

نوموړی وايي اوس هغه نل لیکه وصل شوې خو د اوس لپاره له زړو ماشینونو برېښنا فعاله شوې ده. دمګړۍ د کجکي برېښنا د تولید کارخانه نږدي ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي چي د دويم فاز له فعالېدو سره به یې د تولید کچه ۱۵۰ میګاواټه ته پورته شي.

(2022 / 4 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېښنا شرکت چارواکي وایې، د کجکي د برېښنا د تولید په کارخانه کې، چې د دویم فاز د یو لړ وسایلو د نصب لپاره پر کندهار او هلمند برېښنا بنده شوې وه، اوس هلته د برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

په کندهار کې د برېښنا شرکت ویاند احسان الله امین وايي، نوي فاز لپاره د اوبو نل لیکې وصل چارې پاتې وې، چې له کبله یې نږدې ۱۱ ورځې برېښنا پرچاو شوې وه.

Leave a reply