د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملکي وګړو د وژنې مخنیوی اقداماتو ته اړتیا لري نه غندلو ته

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملکي وګړو د وژنې مخنیوی اقداماتو ته اړتیا لري نه غندلو ته
له دې مخکې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي، په کابل کې د ایران سفارت، د پاکستان لومړي وزیر، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو هم په بلخ کې پرونی برید غندلی دی.
(2022 / 4 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملکي وګړو د وژنې مخنیوی اقداماتو ته اړتیا لري نه غندلو ته.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د نړیوالې ټولنې چټکو اقداماتو ته اړتیا لري. د بښنې د نړیوال سازمان یوې مسوولې سمیرا حمیدي ویلي چې د افغان ملکي وګړو وژنه باید ودرول شي. هغې ددغه ډول پېښو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي، په کابل کې د ایران سفارت، د پاکستان لومړي وزیر، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو هم په بلخ کې پرونی برید غندلی دی.
ا.ا بیا په یوه لنډه اعلامیه کې د کابل، بلخ او کندوز ولايتونو پر ملکي خلکو چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې ددغه ډول پېښو عاملین به پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.






