سوداګرۍ خونه: افغانستان کې د نړۍوالو شرکتونو لۀ خوا د پانګونې لېوالتیا ډیره شوې ده 

0
87

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي زیاتوي چې، د روسیې، چین او المان یو مشترک شرکت به نږدې د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت هېواد کې د فاضله موادو څخه د ګازو د تولید په برخه کې پانګونه ترسره کړي.

(2022 / 4 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، افغانستان کې د پانګونې لپاره د نړیوالو شرکتونو لېوالتیا زیاته شوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي زیاتوي چې، د روسیې، چین او المان یو مشترک شرکت به نږدې د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت هېواد کې د فاضله موادو څخه د ګازو د تولید په برخه کې پانګونه ترسره کړي.

د خصوصي سکټور غړي وايي د نړۍ د ځینو نورو هېوادونو پانګوال هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالیتا لري او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره یې اړیکې نیولې دي.

Leave a reply