ولاړ افغانستان لپاره د پاکستان او چین ژمنه

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او ګاونډی هیواد چین چارواکو د یو ملاقات نه پس د ژمنه او اعلان کړې چې د پرامن ، خوشحال او ولار افغانستان لپاره به ددوی په شریکه هلې ځلې جاري وي.
دا بیان د پاکستان د خارجه دفتر مرستیال سهیل محمود او د چین هیواد د افغانستان لپاره خصوصي نمانیده ترمینځ نن د جمعې په ورځ په اسلام آباد کښې د یوې غونډې نه پس مخې ته راغلې.
د پاکستان او چین چارواکو ویلي چې نړیوال هیوادونو له په کار دې چې د افغانستان په مسله کښې دې هیواد سره په اړیکه کښې وی او د هیواد یواځي پرې نږدي چې افغانستان د یوې بل انساني بحران او کړکیچ سره مخ نه شي.

Leave a reply