یونیسف خبر ورکړی چې د پاکستان لۀ خوا پر افغان خاوره د وروستیو بریدونو لۀ امله ۱۵ ماشومانې وژل شوي 

0
156

یونیسف خبر ورکړی چې د پاکستان لۀ خوا پر افغان خاوره د وروستیو بریدونو لۀ امله ۱۵ ماشومانې وژل شوي 

سرچینه وايي چې د دې وژل شوو ماشومانو په ډله کې پنځه یې هلکان او پنځلس نورې یې نجونې دي. په دې تړاو وروستي ارقام ښيي چې پر خوست او کونړ هوايي بریدونو کې ټولټال پنځوس کسه وژل شوي دي.

 

(2022 / 4 /  21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په خوست او کونړ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې پنځلس ماشومې نجونې وژل شوې دي. یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا دغه برید غندلی دی او وایي چې په دې پېښو کې شل کسه ماشومان وژل شوي دي.

سرچینه وايي چې د دې وژل شوو ماشومانو په ډله کې پنځه یې هلکان او پنځلس نورې یې نجونې دي. په دې تړاو وروستي ارقام ښيي چې پر خوست او کونړ هوايي بریدونو کې ټولټال پنځوس کسه وژل شوي دي.

پاکستان په وروستیو کې د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف پر افغان خاوره هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې درنه مرګ ژوبله واوښته. دغه بریدونه په نړیواله کچه غندل شوي او ټولو اړخونو پاکستان ته په دې تړاو خبرداری ورکړی دی.

Leave a reply