افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی

0
100

افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی

ښاغلي کرزي ویلي د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دي چې ګواکي په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي. دده په وینا افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.

 

(2022 / 4 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو او ځینو څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې غندلې دي.

ښاغلي کرزي ویلي د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دي چې ګواکي په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي. دده په وینا افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.

هغه تمه ښوودلې چې د پاکستان نوی حکومت وکړی شي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي، له تاریخ عبرت واخلي او د تېرو حکومتونو په څېر د شر او ناندریو پالونکی حکومت ترې جوړ نه شي.

Leave a reply