کانډا څلوېښت زره افغانانو ته د وېزې ورکړې ته ژمنه ده
کانډا څلوېښت زره افغانانو ته د وېزې ورکړې ته ژمنه ده
وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو نو د کاناډا په ګډون ګڼو هېوادونو د زرګونه کسانو د ایستلو ژمنه وکړه. کاناډا وایي چې دوی د شاوخوا څلوېښت زره کسانو ایستلو ته ژمن دي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کاناډا وایي دوی څلوېښت زره افغانانو ته د وېزې د ورکولو ژمنه عملي کوي. د کاناډا ولسمشر جسټین ټروډو ویلي، دوی په اوسني وضعیت کې له افغانستان خپل ملګري وګړي نه شي ایستلی خو افغانانو ته د څلوېښت زره وېزو ورکړې ته ژمن دي.
ټروډو ویلي تمه لري چې وکړی شي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او هغه کسان و باسي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو نو د کاناډا په ګډون ګڼو هېوادونو د زرګونه کسانو د ایستلو ژمنه وکړه. کاناډا وایي چې دوی د شاوخوا څلوېښت زره کسانو ایستلو ته ژمن دي.