د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي لۀ پخواني ولسمشر سره د افغانستان پۀ اړه خپله اندېښنه شریکه کړې 

0
177

امریکا ویلي چې د روان وضعیت او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري او همدا راز پر ژمنو د نوي حکومت عمل نه کولو هم دوی اندېښمن کړي دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د خلکو د امنیت لپاره دې هڅې پراخې کړي.

(2022 / 4 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ټلیفوني مکالمه لرلې ده.

په دې مکالمه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي.

Leave a reply