میدان وردګ ـ محتسبینو ته یونیفورم توضیع شو

میدان وردګ ـ محتسبینو ته یونیفورم توضیع شو
د ښاغلي ناصح او نورو علماوو ټینګار پر دې و، چې کارکوونکي یې له ولسونو سره په پوره حوصله مندۍ، نېک چلند وکړي او دوی په نرمۍ سره ښې لارې ته دعوت کړئ.
په غونډه کې ډیری علماوو خبرې وکړې او هر يوه دين، وطن او خلکو ته د ژمنتیا او خدمت ډاډ ورکړ.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري په همدې موخه غونډه جوړه شوې وه؛ د دغه ریاست رییس قاری محمد عالم ناصح خپلو کارکوونکو ته د ځانګړي یونیفورم د توزیع پر مهال وویل، په اسلامي نظام کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر څانګه د ستنې حیثیت لري او د دغه ریاست کارکوونکي باید سپيڅلي خلک وي.
په جوړه شوې غونډه کې، د ولسوالیو په ګډون د یاد ریاست ټولو کارکوونکو ګډون کړی و.