ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر تعلیمي موسسو ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل

ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر تعلیمي موسسو ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل
د ویلو ده چې تېره ورځ د کابل په لوېديځ کې د عبدالرحيم شهيد ښوونځي او ممتاز تعلیمي کورس کې يو پر بل پسې ډول سره چاودنې رامنځته شوې چې په نتیجه کې ډیری زده کوونکو ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه لیکلي بیان کې ویلي،
“په ډیرې خواشینۍ سره مو د افغانستان په پلازمینه کابل کې په تعلیمي موسسو کې د چاودنو په اړه چې په نتیجه کې د زده کوونکو په ګډون ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ. ترکیه دغه غیر انساني ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندو.”
په خبرپاڼه کې په دغه بریدونو کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د افغانستان دوست او ورور ولس ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې شوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله شوې ده.
د ویلو ده چې تېره ورځ د کابل په لوېديځ کې د عبدالرحيم شهيد ښوونځي او ممتاز تعلیمي کورس کې يو پر بل پسې ډول سره چاودنې رامنځته شوې چې په نتیجه کې ډیری زده کوونکو ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.






