ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا پۀ کابل کې پرونی برید غندلی 

0
165

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا پۀ کابل کې پرونی برید غندلی 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش بیا ویلي چې پر ښوونځيو، ماشومانو او تعلیمي مرکزونو دغه ډول بې رحمانه بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. اروپايي ټولنې هم ویلي چې دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي او د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکوي.

(2022 / 4 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا په افغانستان کې پرونۍ پېښه غندلې ده.

یادو لورو په بېلو خپرو کړو اعلامیو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې پر ښوونځیو او زده کړو دغه ډول بې رحمانه بریدونه غندي او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی د دې پېښې دغندنې په برخه کې له نړیوالو غبرګونونو سره یو ځای کېږي او له افغان حکومت غواړي چې د پېښې عاملین عدالت ته راکاږي.

Leave a reply