د توشه خانۍ څخه چې چا هم ډالۍ وړي واپس دې په توشه خانه کې جمع کړي: جسټس میا ګل حسن

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن د توشه خانې په کيس کې ريمارکس ورکړی چې هر چاچې د توشه خانې څخه تحفه وړې ،دا ډالۍ او تحفه د توشه خانې دي او دوی نه دې دا ډالۍ واپس واختسل شي.

د جیو رپورټ مطابق، د اطلاعاتو کمېشن وزيراعظم ته هدايات کړې وو چې د خزانې نه د ترلاسه شوو تحفو تفصيلات دې وګړي ته وړاندې کړي خو بل اړخ ته د اطلاعاتو کمېشن ددې پرېکړې په ضد کابينه ډويژن درخواست دائر کړی دی.

د كابينې ډويژن وئيلي دي چې د هیوادونو د مشرانو ترمېنځه د ډاليو تبادله د هېوادونو ترمېنځه د اړيكو انعكاس دے نو ددې ډالیو تفصيلات وركولو سره به د هېوادونو ترمېنځه اړيكې متاثره شي۔

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب د دوشنبې په ورځ د پخواني وزيراعظم د خزانې نه د ترلاسه شوو تحفو د تفصيلاتو افشا کولو په ضد د درخواست اورېدنه وکړه، په اوریدنه کې د وفاق لخوا ډپټي اټارني جنرل ارشد کياني عدالت ته وړاندې شو او د هداياتو لپاره يې مهلت وغوښت.
د اورېدنې پر مهال رانا عابد وکيل وويل چې په درخواست کې ويل شوي چې د تحفو په اړه معلومات شريکول د نورو هېوادونو سره اړيکې اغېزمنوي.اوس چې د ډالیو د خرڅولو مسله مخې ته راغله، نو زمونږ به کوم عزت پاتې شي؟

Leave a reply