صوابۍ کې د ښځینه په پوهنتون کې د سمارټ فون په کارولو بندیز لګیدلې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ښځو په پوهنتون کې د سمارټ فون په کارولو بندیز لګول شوی دی.

د صوابۍ د وومن يونيورسټۍ انتظاميې د بنديز اعلاميه جاري کړې ده چې پکښې وئيلي شوي دي چې د اپرېل د 20مې نيټې نه به زنانه زده کوونکې د يونيورسټۍ په احاطه کښې سمارټ فون نه شې کارولې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې زده کوونکي د مطالعې په ساعتونو کې ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې دا کار د دوی پر لوستلو، اخلاقو او د زده کړو په فعالیت بده اغېز کوي.

د اعلامیې له مخې د سمارټ فون کارولو باندې د زده کوونکو په ضد به قانوني کاروایی وش تر 5,000 روپیو پورې به جریمه شي.

Leave a reply