وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب صوبې لپاره لوی ریلیف پیکج اعلان کړې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف تر اختر پورې د امدادي پيکج اعلان کړے دے۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ضروري شيانو د نرخونو د كمولو په اړه د يوې غونډې مشري وكړه شوه په داسې حال كښې چې دا بېړنۍ غونډه د روژې په مقدسه مياشت كښې اولس ته د زياتې مرستې رسولو لپاره رابللې شوې۔
وزيراعظم شهباز شريف تر اختر پورې د امدادي(ریلیف) پيکج اعلان کړے دے۔ وزيراعظم په پنجاب كښې د 10 كيلو اوړو د بوجۍ بيه له 550 روپو نه 400 روپو ته راټيټه كړې۔
وزيراعظم په رمضان بازارونو او يوټيلټي سټور کښې د بورې فی کلو قيمت 70 روپو مقررولو هم هدايت کړے دے۔
وزيراعظم وويل نور صوبې دې هم داسې د کم نرخونو د ټاکلو هڅې وکړي. ده ووئيل پنجاب دې بلوچستان او آزاد كشمير ته د اوړو سپلائي يقيني كولو لپاره مرستې وركړي او وفاقي حكومت به بلوچستان ته د ضرورت په مهال اضافي پيسې وركوي۔
بل اړخ ته د فلور ملز ایسوسی ایشن چیئرمېن عاصم رضا اعلان کړی چې د پنجاب خلکو ته به وړه په ارزان نرخ ورکول کېږي.هغه زياته کړه، چې دا بيه د روژې مياشتې لپاره ټاکل شوې، هغه زیاته کړه چې دولت هره ورځ ٢١ زره ټنه غنم ورکوي.






