د لنډیکوتل پریس کلب یو پلاوي بیرسټرمحمد علي سیف سره ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د لنډی کوتل پریس کلب یو وفد د خېبرپښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو او عامه اړیکو خاص مرستیال بیرسټر محمد علی سیف سره ملاقات کړی دی.
د لنډي کوتل پريس کلب صدر محراب آفريدي د وفد مشري کوله په دي موقع صدر محراب شاه آفريدي بيرسټر سره د لنډي کوتل پريس کلب نوې ودانې لپاره د زمکې ستونزې په اړه او راپیښ نورو چيلنجونو باندي خبري اوکړي۔
بيرسټر محمد علي سيف وويل، چې په ضم شويو ضلعو کې خبريالانو سره ځانګړیو مرستو لړې پیل شوې ده . هغه زیاته کړه چې خبريالانو سره شوې ټولې ژمنې به پوره کړي.
نوموړي اوویل چې خبریالان باید په خپلو کې د سیاسي ګوندونو په پلویانو نظر وساتي، هغه زیاته کړه رسنۍ باید د جعلي خبرونو په مخنیوي او خلقو ته د کره خبرونو په خپرولو کې خپل رول ولوبوي.
د لنډیکوتل پریس کلب د پلاوي غړو اویل چې د لنډي کوتل پریس کلب د ستونزو په اړه د وزیر اعلی ځانګړي مرستیال مونږ ته ډاډ راکړو.