د وزیراعظم شهباز شریف او د پاکستان فوځ سرلښکر لومړې لیدنه شوې

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه نن وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي دي۔

د وزيراعظم دفتر په يو بيان كښې وئيلي دي ملاقات كښې د قامي سلامتيا په مسلكي چارو خبرې وشوې۔
د یادونې ده چې د پاکستان فوځ سرلښکر دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې په ټولنیزو رسنیو او د پي ټي آیی مشرانو له لوري په فوځ داسې نیوکې شوې چې دوی په سیاست کې ګوتې وهي او د پي ټي ایی حکومت ړنګولو کې هم د فوځ لاس دي چې بیا فوځ هم داسې بیان جاري کړې وو چې په فوځ داسې توورنه لګول چې دا په سیاست کې مداخلت کوي بې بنیاده دي. .
د فوځ ویاند ویلي وو چې پخواني وزیراعظم عمران خان دوی ته لاس رسې کړې وو چې دوی دې د پي ډي ایم سره جوړجاړې وکړې چې دا ستونزه هواره شي او بیا فوځ د سیاسي مشرانو سره لیدنه وکړه وه چې د سیاسي مشرانو ترمینځ کړکیچ پای ته ورسوي.

Leave a reply