لاهور هایی کورټ د حمزه شهباز درخواست واپس کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پنجاب د وزيراعلې د حلف لپاره د حمزه شهباز درخواست نامکمل ګرځولې دې۔
ياده دي وي چي د پنجاب نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز د خپل حلف لپاره لاهور هائي کورټ کښي آئيني درخواست جمع کړے وو۔
درخواست کې ویل شوي چې د اپریل په لومړۍ نېټه د عثمان بزدار د استعفا منظورېدو راهیسې د وزیر اعلی دفتر خالي دی.
د رجسټرار دفتر د تفتیش غوښتنلیک د نیمګړتیا له امله بیرته واپس کړې دې.
دسرچينو له مخې دحمزه شهباز په درخواست سره ضروري اسناد بشپړ نۀ وؤ.
لاهور هائي کورټ د حمزه شهباز درخواست نامکمل ګرځولې دې او د اسنادو پوره کولو نه پس به درخواست بيا دائر کولې شي۔ مسلم ليګ ن به سبا بل درخواست دائر کړي۔






