بلاول بهټو زرداري لندن ته ځي چې میا نوازشریف سره اوګوري

باغي ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري به نن شپه لندن ته ځي چرته چې به د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف سره ملاقات او په مختلفو معاملو خبرې اترې کوي۔
د شهباز شريف د وزيراعظمۍ نه نهه ورځې وروستو وفاقي کابينې سوګند پورته کړو، خو بلاول بهټو زرداري د وفاقي وزيرانو د سوګند په مراسمو کې ګډون وکړ خو سوګند يې پورته نه کړو.
سرچينې وائي پيپلز پارټۍ دصدر، سينيټ چيئرمېن او دپنجاب دگورنر چوکۍ ترلاسه کول غواړي.
بلاول بهټو او پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان په کابینه کې برخه نه لري
د جیو نیوز راپور مطابق، سرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف بلاول ته مشوره ورکړې چې نواز شريف سره دې نيغ په نيغه خبرې وکړي.
سرچینو زیاته کړه ده چې بلاول بهټو زرداري به په لندن کې د مسلم ليګ نون مشر ميا نواز شريف سره ليدنه کوي اؤ په بيلا بيلو موضوعاتو به خبرې اترې کوي، امکان ده چې بلاول بهټو به د لندن نه د بيرته را ستنيدو وروستو د خارجه وزير په توګه سوګند پورته کړي.






