افغانستان – تندر یو کس وژل او څو تنه ټپیان دي

0
120

افغانستان – تندر یو کس وژل او څو تنه ټپیان دي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې بېګاه د توپان او باران له کبله د نوزاد ولسوالي د خوله‌جمال په سیمه کې د هستوګنې پر یوه کور تندر «ترنځه» پرېوتی چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

 

(2022 / 4 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هلمند کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی او درې ټپیان دي
په هلمند ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالي کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې بېګاه د توپان او باران له کبله د نوزاد ولسوالي د خوله‌جمال په سیمه کې د هستوګنې پر یوه کور تندر «ترنځه» پرېوتی چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت په موسی‌کلا ولسوالي کې هم د تندر پرېوتو له امله یو‌شمېر کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

Leave a reply