په افغانستان کښې د جنګونو نقصان همیشه د افغان عواموشوې دې: رحیم الله یوسفزۍ

0
76

باغي ټي وي رپورټ
خدای بخښلې خبریال او د افغان چارو ماهر رحیم الله یوسفزۍ خو وس په دې دنیا کښې نشته خو د رسنیوسره ی چې کومې خبرې کړي دي او د افغان قام لپاره ی چې کوم آواز اوچت کړې دي هغه وس هم په رسنیو کښې شته دې.

د انډیپنډنټ اردو ویب پانړې سره ی په خبرو کښې خدابخښلې رحیم الله یوسفزۍ وایی چې د افغانستان په تیر ۴۰ څلویښت کاله کښې ځاني او مالي نقصان صرف د افغان عوامو شوې دې.

خدابخښلې د القاعده مشر ایمن الظواهری او اسامه بن لادن سره هم انټرویو او خبرې کړي دي، نوموړی وایی چې په کال ۱۹۹۸ کښې په کینیا کښې د امریکې په سفارت حمله شوې وه، امریکې ددې حمله الزام په القاعده ور اړولې وو او په افغانستان کښې ی القاعده په کیمپ حمله وکړه. .
یوسفزۍ لیکي چې ماته د ایمن الظوهري فون راغې چې د کینیا په سفارت په حمله کښې دوی ککړ نه دي خو په دې خوشحالي دې.

ددې فون نه پس د ایمن الظواهری یو بل ټیلي فون راغي او وی ویل چې د القاعده په کیمپ باندې په حمله کښې دې او اسامه بچ دي او هم دغه رنګ دوی د امریکې خلاف د جنګ اعلان وکړو.
یوسفزي لیکلي چې اسامه بن لادن دوی ته اوویل چې د القاعده کار حملې کول نه دي بلکه مسلمانان د امریکې خلاف را اوچتول دي او دا ځکه چې امریکه ناانصافي کوي.
https://www.independenturdu.com/node/78256

Leave a reply