پاکستان بین الاقوامي دوست هیوادونه سره په افغانستان کښې د امن لپاره ملاتړ کوي: د پاکستان فوځ سرلښکر وینا
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د قطر هیواد نایب وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان سره په پنډۍ کښې ملاقات کړي او په افغانستان کښې د تازه سیاسي بدلو په اړه ګټورې خبرې کړي دي.
د پاکستان فوځ سرلښکر د قطرحکومت نماینده ته دا خبره په ډاګه کړې ده چې پاکستان خپل دوست هیوادونو سره په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره عملي کوششونه کوي او دا کوششونه به جاري وي.
د فوځ سرلښکر ویلي دي چې پرامن او ولاړ افغانستان د ټولې خطی لپاره ډیر ضروري او دنیا هیوادونو له په کار دي چې افغانستان عوام سره مرستې وکړي ترڅو ددې ملک عوام هم په امن او ترقۍ کښې ساه واخلي.