په افغانستان کې د اقتصادي ودې د پیل لپاره اته میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

0
106

د سرچینې په خبره دغه هېواد له ستر بودیجوي کسر او همدا راز د نقدو پیسو له کمښت سره هم مخ شوی دی. سیګار وایي د خلکو د ژغورنو او له دوی سره د ورځني لګښت د شته والي لپاره دوه میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، خو که غواړو چې په دغه هېواد کې اقتصادي وده بېرته پيل شي نو اته میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

(2022 / 4 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له سختو ستونزو او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د سرچینې په خبره دغه هېواد له ستر بودیجوي کسر او همدا راز د نقدو پیسو له کمښت سره هم مخ شوی دی. سیګار وایي د خلکو د ژغورنو او له دوی سره د ورځني لګښت د شته والي لپاره دوه میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، خو که غواړو چې په دغه هېواد کې اقتصادي وده بېرته پيل شي نو اته میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

سیګار وایي افغانستان له کلونو راهیسې د خپلو لګښتونو لپاره پر نړیوالو مرستو پورې تړلی دی، خو دا چې اوس دغه مرستې لغوه شوې افغانان یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

Leave a reply