ایران یو ځل بیا ویلي چې دوی افغانانو ته په درنه سترګه ګوري
ایراني لوري ویلي دوی دمګړی د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دي، دوی ته په درنه سترګه ګوري او هیله لري د دواړو هېوادونو خلک د بهرنۍ دسیسې ښکار نه شي. هغه تمه ښوودلې چې په افغانستان کې یې د ديپلوماتیکو ماموریتونو امنیت تامین شي.
(2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره تلیفوني مکالمه لرلې ده.
په دې مکالمه کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران پر چلند او په افغانستان کې د ایران د سفارت او قونسلګرۍ پر وړاندې پر لاریونونو خبرې شوې دي.
ایراني لوري ویلي دوی دمګړی د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دي، دوی ته په درنه سترګه ګوري او هیله لري د دواړو هېوادونو خلک د بهرنۍ دسیسې ښکار نه شي.
هغه تمه ښوودلې چې په افغانستان کې یې د ديپلوماتیکو ماموریتونو امنیت تامین شي.










Leave a Reply