شاهد خاقان عباسي او بلاول بهټو زرداري د شهباز شریف په کابینه کې برخه نه لري

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د لومړي وزیر شهباز شریف په کابینه کې په پیل کې بلاول بهټو او شاهد خاقان عباسي شامل نه دي.

دوزيراعظم شهباز شريف ٣٤ کسيزه وفاقي کابينې سوګند پورته کړى چې پکې په لمړي ځل دپي پي پي چيئرمين بلاول بهټو زرداري اؤ پخوانى وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دکابينې برخه نه دي جوړ شوي.
بلاول بهټو د وزيرانو د سوګند پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ خو هغه سوګند پورته نه کړو او څوکۍ يې خالي پاتې شوه.

په وفاقي کابينه کې حنا رباني کهر، عائشه غوث پاشا او عبدالرحمان کانجو د مملکت وزيران شامل دي، په داسې حال کې چې مفتاح اسماعيل، انجنير امير مقام، عون چوهدري او قمر زمان کائره د وزيراعظم سلاکاران ټاکل شوي دي.

Leave a reply