مریم نواز په صدر پاکستان سخت ټکونه کړي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرستیالې مریم نواز په ولسمشر عارف علوي سختې نیوکې کړې دي.
مريم نواز په يو بيان کې وئيلي که صدر عارف علوي کې د خپلې آئيني او رياستي ذمه وارۍ د سرته رسولو جرات نه وي نو بايد استعفی ورکړي او کور ته لاړ شي.
هغې ووئيل صدر عارف علوي هیڅ حق نه لري چې د اولس د ټیکسونو په روپو ځان وساتي.
ياده دې وي چې صدر عارف علوي تيره ورځ وفاقي کابينې ته د سوګند پورته کولو نه بښنه غوښتې وه چې وروسته د وفاقي کابينې د سوګند پورته کولو مراسم په صدارت کې وځنډول شول.
د صدر عارف علوي د انکار څخه پس د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د وفاقي كابينې غړو څخه سوګند واخستو.