د عمران خان نامه په اي سي ایل کې شاملول او په ضد ی د غدارۍ مقدمه، اسلام آباد هایی کورټ درخواست خارج کړې

0
90

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان نوم اي سي ايل کښې شاملولو او د غدارۍ مقدمې چلولو درخواست مسترد کړے دے۔

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس عامر فاروق او جسټس سردار اعجاز الاحساس په مشتمل ډويژن بينچ محفوظ فيصله اورولې ده.
عدالت د پخواني وزيراعظم عمران خان او نورو کسانو په اي سي ايل کښې شاملولو او د غدارۍ مقدمې چلولو لپاره د انټرا کورټ اپيل مسترد کړے دے۔

محکمې د انټراکورټ غوښتنه د منلو وړ نه ده بللې او خارجه ی کړه.
د اسلام اباد هائي کورټ د اپيل کوونکي مولوي اقبال حيدر د دلائل اوريدو وروستو د درخواست د اوريدو په اړه خپله فيصله محفوظه کړه.

تر دې وړاندې د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهرمن الله د يو لاکه روپو جرمانې سره دا درخواست مسترد کړې او خارج کړې وو۔

Leave a reply