پي ټي آیی نوې حلقه بندۍ په سپریم کورټ کې چیلنج کړي

0
98

باغي ټي وي رپورټ
پي ټي آئي په سپريم کورټ کښې د اليکشن کميشن نوې حلقه بندۍ چيلنج کړي دي.

د پي ټي آئي جنرل سيکرټري اسد عمر د آرټيکل 184 III لاندې عدالت کښې درخواست دائر کړے دے چې پکښې د شمارياتو محکمه، وفاق، اليکشن کميشن، سيکرټري اليکشن کميشن، صوبائي چيف سيکرټري او د کابينې سيکرټري اړخونه،(فریق) جوړ شوي دي۔
پي ټي آئي په درخواست کښې دريځ خپل کړے دے چې تر نوې مردم شمارۍ پورې د نوو حلقو جوړولو ضرورت نشته د اليکشن کميشن د حلقه بندۍ شيډول د آئين او قانون خلاف دے.
درخواست کې غوښتنه شوې چې د انتخاباتو کمېشن لخوا جاري شوی شيډول دې غير آئيني او غيرقانوني اعلان کړل شي، د انتخاباتو کمېشن او سيکرټري ته دې د انتخاباتو عمل يقيني کولو امر وشي، د انتخاباتو کمېشن دې د انتخاباتو په پروسه کې د هر ډول ځنډ مخه ونيول شي او په دې اړه شوې حدبندۍ چې د می 3، 2018 شوې ،دا حلقه بندي دې سمه اعلان کړي.

Leave a reply