د شهباز شریف حکومت د کابینې غړو سوګند پورته کړو
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف د کابینې غړیو سوګند پورته کړو.
د وفاقي كابينې د سوګند پورته كولو دستوره په ايوان صدر كښې وشوه چې د سېنېټ چيئرمېن او قائم مقام صدر صادق سنجراني اول د وفاقي وزيرانو څخه سوګند پورته كړو او وروسته يې د وفاقي وزيرانو نه حلف واخستو.
په کابینه کې ۳۱ وفاقي وزیران او درې د بهرنیو چارو وزیران دي او درې سلاکاران هم په کابینه کې شامل دي.
په وفاقي کابينه کې د مسلم ليګ نون 14 او د پيپلز پارټۍ 9 غړي شامل دي.د مسلم ليګ ن خواجه اصف، احسن اقبال، رانا ثناء الله، اياز صادق، خرم دستګير، رانا نوير، مريم اورنګزېب، سعد رفيق، رياض حسين پيرزاده، اعظم نذير تارړ او جاويد لطيف په کابينه کې برخه لري.
د پيپلز ګوند خورشيد شاه، نويد قمر، شيري رحمان، مرتضيٰ محمود، احسان الرحمان مزاري، عابد حسين بهايي او شازيه مري په کابينه کې دي او د ايم کيو ايم امين الحق او فيصل سبزواري په کابينه کې شامل دي.
د پيپلز ګوند خورشيد شاه، نويد قمر، شيري رحمان، مرتضيٰ محمود، احسان الرحمان مزاري، عابد حسين بهايي او شازيه مري په کابينه کې دي او د ايم کيو ايم امين الحق او فيصل سبزواري په کابينه کې شامل دي.
د جے يو آئي ف اسد محمود، مولانا عبدالواسع، مفتي عبدالشکور، طلحه محمود، د بي اے پي اسرار ترين، نوابزاده شاه زين بګټي، طارق بشير چيمه په وفاقي کابينه کې دي، په داسې حال کې چې عائشه غوث پاشا، حنا رباني کهر، عبدالرحمن کانجو او مصطفی نواز خان د مملکت وزیران دي.